زموږ په اړه

1-Tamas 2-Resaneha 3-Khaterat 5-Qurbani 4-Ma 6-Home

د ۱۳۵۷ کال د غویی د میاشتی په اوومه په پوځ کی د افغانستان خلکو د دموکراتیک گوند غړو د پخوانی شوروی اتحاد په مرسته د یوه خونړۍ کودتا له لاری قدرت غصب کړل او خپل رژیم یی د افغانستان دموکراتیک جمهوریت ونومول

کودتاچیان د وخت جمهور رییس محمد داود او د هغه د کورنۍ غړی او په سلگونو افسران او سرتیري چی د کودتا مخالف ول ووژل. دا خونړۍ کودتا یا تش په نامه (د ثور”انقلاب”) د خلکو د غورو معیارونو او ارزښتونو وسره په ټکر کی واقع شوه. څو میاشتی وروسته له کودتا څخه د افغانستان د خلکو د پرگنو پاڅون د شوروی پلوی حکومت په خلاف پیل شوه

د کودتا رژیم خپله واکمنی په کلیو او بانډو کی بایلوده او د هغه واکمنی یواځی په کابل او څو لویو ښارونو پوری منحصره وه. په زرگونو کلي د رژیم او د روسی لښکرو په بمباریو کی وران او ویجاړکړی شول

د رژیم د واکمنی په سیمو کی د خلکو دموکراتیک گوند د بیان پر آزادی او سیاسی فعالیتونو انحصار لرل

د نورو افکارو لرونکی، متنفذین، د مقاومت غړی او د مقاومت پلویان د رژیم د جاسوسی اداري او د گوند د فعالینو له خوا تعقیب او په کلکه مجازات کیدل. په زرگونو کسان بی سرنوشته ورک کړای شول او د هغو د بدن هډوکی د لس گونو کلو وروسته په ډله ایزو قبرونو کی بیا وموندل شول. د رژیم د دهشت او اختناق سره سره په هیواد کی لوی پاڅونونه منځ ته راغلل

د ۱۳۵۸ کال د مرغومی د میاشتی په شپږمه نیټه د پخوانی شوروی اتحاد سره لښکر پر افغانستان یرغل وکړ او روسانو د خپل پلوی رژیم امنیتی ارگانونه بیا ورغول. د رژیم دجاسوسی اداره (خاد) د شکنجی او وژنی پراخه او مجهزه دستگاه ته د (کی جی بی) د مودل پر بنسټ پراختیا ورکړ شو

څومره چی پر کلیو او باڼډو کی د رژیم لخوا د ژوندی موجوداتو د ژوند د امکاناتو د له مینځه وړلو سیاست او په ښارونو کی د مخالفو افکارو پر خاوندانو باندی د دهشت او اختناق پالیسی د رژیم د امنیتی ځواکونو، جاسوسی کړیواو د گوند د پالیسی طراحانو له خوا زور نیوه، هومره مقاومت د رژیم په مقابل کی ځواکمنی او تکامل وموند

د ۱۳۷۱ کال د غویی تر اتمی نیټی پوری چی دافغانستان د خلکو د دموکراتیک گوند رژیم راوپرځید، تر دوو ملیونو څخه ډیر افغان وگړې وژل شوی ؤ. حال دا چی د یوه ملیون څخه ډیر کسان معیوب او معلول شول، شپږ ملیونه کسان اړشول چی خپل ټاټوبی پریږدی نو ایران او پاکستان ته مهاجرشول. په لس گونه زره کسان په دی بریالي شول چی غربی هیوادونو ته وتښتی. په داسی حال کی چی ملیونونو نورو چه د خپل کور په پریښودلو اړین شوی وی دننه په هیواد کی امن ځایونه لټول. د لویو لارو مکمله ویجاړتیا او د افغانستان په اراضیو کی لس ملیونه د ځمکی ماینونه هغه څه دي چی د پخوانی شوروی اتحاد او د هغه د لاسپوڅی رژیم څخه په میراث پاتی دي

د ۱۳۷۱ کال د غویی په میاشت کی دشوروی پلوی رژیم نسکور شو او د مقاومت ډلو واک تر لاسه کړل. د افغانستان خلک په پیل کی ډیر خوشاله ول، خو د مقاومت د ډلو تر منځ د یووالی نشتون او بیلښت او د جگړه مارو ډلو پر مشرانو د گاونډیو هیوادونو نفوذ د۱۳۷۱ کال څخه تر ۱۳۷۵ کال پوری د کورنۍ جگړو لامل شو. د افغانستان په نوی اسلامی رژیم کی په رښتینی توگه د یوه مرکزی واکمنی نشتون د دی لامل شو چی سیمه ایزو وسله والو ځواکمنو واکمنی تر لاسه کړل

د واک پرسر په سیالیواو جگړو کی چی د مختلفو سیاسی وسله والو ډلو ترمنځ روانی وي د زرگونو ملکی وگړو د مرگ ژوبلی، د شخصی شتمنیو لوټول او ویجاړول، د ثبوت نه پرته د مخالفینو بندی کول او د ځواکمنو لخوا د خپل شخصی مخالفینو د وژلو لامل شو. د دی ترڅنگ د خلکو ملا تر هغه وحشتناکه اعمالو لاندی خم شو چه د ښکیل تنظیمونو لخوا په فرقه یی موخو مخ ته بیول کیده. د دغه وحشت او د عمومی بی امنیو له امله د کابل ښار په زرگونو اوسیدونکو هغه ولایتونوته چه په نسبی ټوگه آرامه وه او یاهم گاوڼډیو هیوادونو ته وتښتیدل

سره د دی چی د مقاومت د ډلو ټول غړي په دی کورنۍ جگړی کی ښکیل نه ول، خو د دغو جگړو برخه وال او د مقاومت د ښکیلو ډلو سالاران د دی مودی د ټولو شویوجرمونو پړ گڼل کیږی

د واک پر سر د پرله پسی جگړو او بی نظمۍ له امله د طالبانو اسلامی تحریک واک ترلاسه کړ او په لڼډه موده کی یی د افغانستان لویه برخه یی تر ولکی لاندی راوستل. په ۱۳۷۵ کال کی طالبانو کابل ونیول او د افغانستان اسلامی امارت یی اعلان کړل او خلک یی له خپلو بڼسټیزو آزادیو او وگړیزو حقونو څخه محروم او بی برخی کړل. په حال کی چی د طالبانو او د نسکور شوی اسلامی رژیم تر مینځ کورنۍ جگړی دوام درلود، د جگړی ډواړو خواوو د جگړی قوانین په ډیره زړه بوگنونکی ټوگه ترپښو لاندی کړل چی د دی ټولو له امله ډیرو ملکی وگړو ته مرگ ژوبله واوښته، دینی اجبار او اکراه د ورځنیو چارو څخه دي

د ملگرو ملتونو د فیصلی مطابق د امریکاییانو د پوځی یرغل په پایله کی په ۱۳۹۰ کال کی دطالبانورژیم وپرځید. د طالبانو د راپرځولو پر محال د امریکا د پوځیانو او د هغو د افغانی ملگرو ډلو له خوا د بشری حقونوڅخه شدیدی سرغړونی شوی دي، لکه د جنګی اسیرانو وهل او ټکول او په تیره بیا د صحرائی فیصله پر بنست د هغوی وژل. د ښځو محرومول او د ثقافتی میراثونو ورانول د دی دوری دجرمونو یو شمیر بلگی

نړیواله ټولنه د افغانستان د بیارغوانی او په افغانستان کی د دموکراسۍ د پلی کولو په لاره کی د مرستی ژمنی وکړی. د بشر په خلاف د جرمونو محاکمه کول د بن د فیصلو په چوکاټ کی د یوه ملی پروگرام (انتقالی عدالت) پر بڼسټ به پلی کړی شی. په ډیر تأسف سره چی د بشریت په خلاف د جرمونو او د بشر د حقونو څخه د تیری عاملین د ځواکمنو موقفونو څخه برخمن دي. د افغانستان شورا هم د عمومی عفوی قانون تصویب کړه چی د هغی پر بڼسټ د بشریت په خلاف د جرمونو او د بشر د حقونو څخه د تیریو عاملینوته عفو اعلان کړ. تر هغه وخته چی نوموړی قانون د اعتباروړ وی، نو د بشریت په خلاف د جرمونو او د بشر د حقونو څخه د تیریو او د جگړه ایزو جرمونو د عاملینو محکمه کول به ممکن نه وی.

د افغانستان خلک د طالبانو د رژیم د راپرځیدلو وروسته د ټولو ښکیلو ډلو د سرغړونو شاهدان ول. د افغانستان د رژیم په زندانونو کی اوهم د بهرنیانو د استخباراتی ادارو په همدی ټوګه د طالبانو او نور وسله وال مخالفینو له خوا د مظنونو بندیانو سره بد چلند کیږی. له بلی خوا د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی، د خبریالانو سره زور زیاتی او په ملکی هدفونو باندی بریدونو کول ټول هغه بلگی دي چی د اوسنی رژیم په واکمنۍ کی د بشریت په خلاف جرمونو او د بشری حقونو څخه د تیریو دوام ښکاره کوی

زموږ غوښتنه

د ټولو نومول شویو دورو د جرمونو عاملین باید محاکمه شی. بنسټ به هڅه وکړی چی په هغو نړیوالو پراخو هڅو کی چه د هر هغه چا د معافیت پر ضد چی په افغانستان کی د بشریت خلاف د جرمونو مرتکب شوی او یا یی د ارتکاب امر ورکړی او یایی داسی کړنلاری جوړ کړی چی دی جرمونو په رسمی ډول توجیه ورکری وی، روانه دي، برخه واخلی. د بنسټ په هڅو کی به د مظنونینو تر مینځ د ایدئولوژیک، سیاسی، قومی او یا دینی تعلقاتو پر بنا هيڅ ډول توپیر شتون ونلری

هدفونه

بنسټ لاندنی هدفونه خپل کړنلاری په سرلیکه کی لری

د ۱۳۵۷ کال د غویی د میاشتی څخه تر اوسه د بشریت په وړاندی جرمونو او د بشری حقونونو څخه د تیریو د قربانیانو د حقونو تر اعاده کیدو پوری د هغوی د حقوق ڼه دفاع

بنسټ به د اړیکو، د تنویری فعالیتونه او د قربانیانو تر منځ د منسجمو همکاریو د پاره یو پلاتفرم وی

د ۱۳۵۷ کال د غویی د میاشتی د اوومی نیټی څخه تر اوسه پوری د بشریت خلاف مجرمینو او د بشری حقونو د سرغړونکو د قضیی جزائی تعقیب ته د چمتو کولو په چارو کی فعاله ونډه اخیستل

د ۱۳۵۷ کال د غویی د میاشتی څخه تر اوسه د بشریت خلاف جرمونو او د بشری حقونو د تیریو مستند کول

د شاهدانو شهادتپاڼي، اثباتیه اسناد او مدارک او په افغانستان کی د بشریت خلاف جرمونو او پر بشری حقونو د تیریو په هکله د ۱۳۵۷ کال څخه تر اوسه پوری د خپاره شویو لیکنو راټولول

د ۱۳۵۷ کال دغویی د میاشی څخه تر اوسه د بشریت خلاف جرمونو او پر بشری حقونو د تیریو د قربانیانو زیانمن شوی کسانو خاموش اکثریت ته د دوی د غږ د پورته کولو له لاری یو غږ وربخښل

په افغانستان کی د بشریت خلاف جرمونو او پر بشری حقونو د تیریو تعقیبولو ته د افغانستان او نړیواله ټولنه، په تیره بیا د اروپا د اتحادیه او د ملگرو ملتونو په آجنډا کی ځای ورکول

د قربانیانو د یادونی په موخه د نمانځنی یو ورځ ټاکل، د ډله ایزو قبرونو پیژندنه، د قربانیانو د یادونی څلییو جوړول

د ټولو قربانیانو پیژندنه چه په افغانستان کی د ۱۳۵۷ کال دغویی د میاشی څخه تر اوسه پوری د بشریت خلاف جرمونو او پر بشری حقونو د تیریو قربانیان شوی دي

وسیلی

د افغانستان د قربانیانو د حقونو بنسټ هڅه کوی چی په لاندی وسایلو نوموړی اهدافو تر لاسه کړی

له ټولو هغو قربانیانو څخه چی ژوندي دي او یا د نوموړیو جرمونو د شهیدانو د کورنۍ پاتی غړو څخه د یوه نړیواله شبکه جوړول

د نوموړیو جرمونو د ټولو قربانیانو پیژندنه او مستند کول

د شواهدو او مدارکو راټولول او د قربانیانو او د هغو د کورنیو دغړو لټول او پر هغو باندی د تیر شویو حالاتو ثبتول

په افغانستان کی د جگړه ایزو جرمونو، د بشریت خلاف جرمونو او پر بشری حقونو د تیریو په هکله د شاهدانو د شهادت او او نور مدرکونه د ساتنی او بشپړ کولو د پاره د مستند کولو د یوه آرشیف جوړونه

د عدالت غوښتنی د پاره د کار د مختلف اړخونو په برخه کی د قربانیانو او د هغوی د خواخوږو لپاره د تنویری فعالیتونو په لاره اچول

ډله ایزو رسانو او هم نړیوالی ټولنی ته د نوموړی جرایمو د قربانیانو د غږ رسول

د اړیکو او تفاهمی کار د پاره یوه خاصه ډله جوړول. دا ډله باید د نشراتو او ډله ایزو رسانو له لاری دا موضوع ته پام جلب کړی

د هالند په خاوره کی د «په افغانستان کی د بشریت په خلاف شویو جرمونو او د بشری حقونو څخه د تیریو په هکله معلوماتی او مستند کولو مرکز» پرانیستل

د افغانی او نړیوالو ذیربط ټولنو سره د کاری تعلقاتو ساتل

په افغانستان کی د شویو جنایاتو په هکله د یوه نړیوال تربیونال د جوړیدو په لاره کی هڅه

مالی مرستندویان

مالی مرستندویان هغه کسان دي چی بنسټ ته د اعانی په ورکولو سره مالی مرسته کوی

مالی سرچینی او رسمی کال

د بنسټ پولی سرچینی دا دي

د مرسـتـندویانو میاشـتنـۍ پولی مـرسته، د نورو مرستندویانو مالی مرستي، هغه له ارث او وصیت له مخی وي، وقف او داسی نور مالی لاسته راوړني

بنسـټ د خـپل مـالی راکړو ورکړو لپاره د بانکی شمیری لرونکی دی

رسمی کال د میلادی کال پر بنسټ دی