د هالند په هاګ (لاهه) ښار کې د پلچرخي زندان د پخواني بولندوی د محاکمې پيل

رسنیزه خبرتيا

د هالند په هاګ (لاهه) ښار کې د پلچرخي زندان د پخواني بولندوی د محاکمې پيل

 

هاګ ( لاهه) د ۲۰۲۲ زېږديز کال د فبرورۍ ۱۶مه

وروسته له پراخو پلټنو څخه د هالند د څارنوالۍ ادارې عبدالرزاق (ع) د محاکمې مېز ته کش کړ.

د روسانو له لوري د افغانستان د اشغال او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لاسپوڅي حکومت په پېر کې، په اعدامونو کې د نوموړي همکاري، شکنجې او ځور د هغو تورونو بېلګې دي چې د پلچرخي وېروونکی زندان پر دغه سياسي مرستيال او بولندوی لګول شوي. د نوموړي د محاکمې غونډې چې نن پيل شوې او څو ورځې دوام کوي د هغو غونډو پايلې دي چې د کلونو راهيسی يې دوام درلود.

دغه ورځ د هغو سلګونو زرو جنګي او د بشر ضد جنايتونو قربانيانو او د دوی پاتې کورنيو ته يوه تاريخي ورځ ده چې د ۱۹۷۸ کال څخه تر ۱۹۹۲ ز کال پوري د خپلو ديني او سياسي عقيدو له کبله د پلچرخي زندان ته ولېږدول شول،  هلته ډول ډول شکنجه ورکړل شوه او د رژیم په ډله ييزو وژنځايونو کې لکه د پلچرخي په پوليګون کې ډله ډله ووژل شول.

په افغانستان کې د جنګي او د بشريت ضد جنايتونو يو قرباني د دغې محاکمې پر پيل خوښي څرګنده کړه او ويې ويل: «زه خوښ يم چې د شوروي د لاسپوڅي حکومت د شنکنجو او وژلو د ادارې لږترلږه يو پازوال د هاګ (لاهه) په ښار کې چې د نړيوال عدالت مرکز دی محکمې ته کش کړل کېږي.»

د افغانستان د قربانيانو د حق بنسټ (بنياد حق) چې د جنګي او د بشريت ضد جنايتونو قربانیانو يې په هالند کې بنسټ اېښی د هغو وګړو د ربړو په مستندولو کې کار کوي چې د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې له کودتا څخه تر اوسه پوري د جنګي او بشر ضد جنايتونو قربانيان شوي.

د حق بنياد د هالند دولت د دغه عدالت غوښتونکي ګام هرکلی کوي او رسنيو ته بلنه ورکوي چې د قربانيانو د غږ په اوچتولو کې هڅه وکړي او په دې توګه د ۴۲ کلنې جګړې او هغو قربانيانو او د دوی پاتې کورنيو ته د عدالت په رسولو کې د نړيوالو د همکارۍ اړتيا په ګوته کړي چې ډلې ډلې اعدام شوي.

تاسې کولای شئ د لاندې پتې يا شمېرې په کارولو له موږ سره اړيکه ونيسئ.

Tel Nr. & WhatsApp: ++31 6 44 88 23 53

E-Mail: afg.victim@hotmail.com

www.avrfoundation.com

په درناوي

د حق بنياد